The news is by your side.

عمران خان د سولې بهیر کې افغان حکومت خنډ وباله

0

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د امریکا او طالبانو استازیو تر منځ د سولې په روانو خبرو کې افغان حکومت خنډ وباله.
عمران خان چې په اسلام‌اباد کې یوې غونډې ته وینا کوله زیاته کړې، د افغان سولې بهیر به هغه مهال بریالی شي چې په افغانستان کې یو بې‌طرفه لنډمهالی حکومت جوړ شي.
پاکستاني رسنیو د عمران خان په حواله زیاته کړې، په اسلام‌اباد کې یې له طالبانو سره تنظیم شوې غونډه د افغان حکومت د مخالفت له امله لغوه کړې.
طالبانو د تېر کال په سلواغې میاشت کې پاکستان ته د خپلو استازیو د سفر خبر ورکړ او ویلي یې وو چې د دوی د قطر دفتر یو پلاوی به د پاکستان په بلنه په اسلام‌اباد کې د پاکستان له لومړي وزیر او امریکايي چارواکیو سره خبرې وکړي.
افغان حکومت هغه مهال پاکستان ته د طالب استازیو له تګ سره سخت مخالفت وکړ چې وروسته طالبانو هم د یو لړ ناڅرګندو دلایلو له‌ مخې پاکستان ته د خپل پلاوي د سفر د لغوه کېدو خبر ورکړ.
دا په داسې حال کې ده چې عمران خان د تېرې کب میاشتې پر ۲۴مه هم په باجوړ کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال په افغانستان کې د یوه نوي حکومت د جوړېدو خبرداری ورکړی و چې افغان حکومت یې پر وړاندې توند غبرګون وښود.

سرخط ورځپاڼه

(Visited 79 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.