The news is by your side.

له افغان حکومت د روسیې غوښتنه؛ داعش ډله وځپئ

0

روسیې یو ځل بیا افغانستان کې د داعش ډلې له فعالیت اندېښنه ښودلې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د کابل وروستي برید غبرګون کې ویلي، مونږ تل افغانستان کې د داعش ډلې له فعالیت اندېښنه څرګنده کړې، دغه ډله ورځ تر بلې دغه هېواد کې قوي کېږي.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت له افغان ځواکونو او افغانستان کې له مېشتو بهرنیو سرتېرو غوښتي چې د داعش ډلې د فعالیت مخنیوي لپاره دې جدي اقدامات تر لاس لاندې ونیسي او د ځالو د له منځه وړلو لپاره دې يې عملیات ګړندي کړي.

روسیې ویلي، داعش ډله په بې رحمه بریدونو لاس پورې کوي چې باید په ګډه یې مخنیوی وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ له روسیې، ایران، پاکستان، ترکیې او ځينو نورو هېوادونو غوښتي چې  افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه وکړي.

بلخوا د افغانستان د ملي امنیت شورا هم اندېښنه څرګنده کړې وه چې داعش ډله  افغانستان کې د زیانو خونړیو بریدونو مسووله ده او باید پر وړاندې یې مشترکه مبارزه وشي.

(Visited 19 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.