The news is by your side.

له ایران د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ چټکه شوې ده

0

د ایران او امریکا ترمنځ تر کشمکش وروسته افغانستان ته د کډوالو د راتګ بهیر چټک شوی دی. د هرات ولایت ځايي چارواکي وایي چې یوازې دغه ولایت ته تر دې دمه تر اویا زرو پورې کډوال راستانه شوي دي. بلخوا د کډوالو نړیواله اداره هم وایي په تېرو څلورو میاشتو کې له ایران افغانستان ته د کډوالو د راستنېدو لړۍ خورا چټکه شوې ده. ددغه ادارې په وینا په تېرو څلورو میاشتو کې ۱۶۵۵۱۰ افغانان له ایران خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د هرات د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو رییس احمد جاوید نادم هم وایي چې د کډوالو د راتګ لړۍ چټکه شوې ده او هره ورځ نږدې زر کسان هرات ښار ته له ایرانه راځي. دده په خبره په دې ډله کې، ښځې، ماشومان او ان روږدي کسان هم شته دي. هغه وایي ډېری کډوال بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او مرستندویه ادارې باید په دغه ولایت کې لا ډېرې فعالې شي.

(Visited 10 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.