The news is by your side.

له طلوع نیوز سره د ولسمشر غني د مرکې مهم ټکي

0

• ۷۰ کاله مې عمر دی، ممکن ومرم، خو نه غواړم جمهوري نظام له منځه لاړ شي، دا باید پاتې وي.
• سیاسیون له نیوکو پرته بل کار ځکه نه لري چې برنامه ورسره نشته.
• ټول سیاسیون او د ولسمشرۍ نوماندان د دارالامان ماڼۍ افتتاح ته دعوت شوي وو، دا چې رانغلل، زه یې په زور نه شم راوستلی، ځکه دا جشن ملي و او خلکو پورې تړاو لري.
• د افغانستان پر وړاندې د پاکستان نیت ښه و، خو دا کافي نه دی، دغه هېواد یې باید عمل کې ثابته کړي.
• بهرنیو چارو وزارت کې جدي مشکلات موجود دي، د مشکلاتو څېړلو لپاره یو ټیم ټاکل شوی دی، زه د کابینې له وزیرانو سره مشکل نه لرم، خو د کار پوښتنه کوم، تاسو وپوښتئ چې بهرنیو چارو وزارت کې څومره اغا زاده ګان مقرر شوي؟
• که بهرنیان د افغان ځواکونو تمویل بند کړي موږ یې تمویل ته پیسې پیدا کولای شو.
• مصارف راکموو او د عوایدو سرچینې زیاتوو.
• امنیتي ځواکونه د تغییر په حال کې دي، خو دښمن باید وپېژنو، هغوی ته زمونږ ژوند مهم نه دی، دا مسله ورته مهمه ده چې خاوره تر واک لاندې راولي.
• زه ویاړم چې له څلوېښتو کلونو وروسته مې افغانستان ته د ګلبدین حکمتیار راتګ لپاره زمینه برابره کړه.
• هغه سرتېري چې د زرمت وروستۍ پېښه کې ښکېل دي، سخت به مجازات شي.
• انس حقاني په باګرام کې بند خونه کې دی.
• پنځوو کلونو کې مې باید غوڅ عمل کړی وای، خو د ملي ګټو لپاره مې چوپتیا غوره کړه. د یو شمېر وزارت خونو اړوند چې سلیقوي چلند کوي، باید جدي اقدام مې کړی وای.
راتلونکي حکومت کې به اجرائیه ریاست نه وي، اجرائیه ریاست د چیلک اچونې په ریاست بدل شوی.
• له زندانه د فروزي د خلاصیدو وړاندیز اجرائیه ریس داکتر عبدالله کړی.
• ویاړم چې د حزب اسلامي دروند مشر افغانستان ته راغی، نن د ولسمشرۍ کاندید دی او په آزادۍ خبرې کوي.
• ما په هیڅ عدلي او قضايي قضیه کې مداخله نده کړې، کنه لوی څارنوال ته قسم ورکړئ؟
• موږ پاکستان سره دښمني نه غواړو.
• تاسې رسنۍ په ټاکنو کې ولې شرط ایجادوئ؟ دلیل او موخه مو څه ده؟ یا سږ کال مو سوداګریز اعلانونه کم دي؟

(Visited 51 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.