د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د پاکستان پوځ مشر قمر جاوید باجوا په رسمي بلنه د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته رسېدلی دی.
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت وایي، نوموړی به د پاکستان پوځ له لوی درستیز سره د رسمي ناستې تر څنګ د روژه ماتې په هغې مېلمستیا کې هم ګډون وکړي چې د باجوا له خوا چمتو شوې ده.
له محب سره په دې پلاوي کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي او د ملي امنیت شورا مرستیال سلاکار محمد حمید تهماسي هم ملتیا کوي.
(Visited 29 times, 1 visits today)