The news is by your side.

لوګر؛ د مس عینک کان ساحې نه دوه زره ډول ـ ډول اثار ترلاسه شوي

0

مسوولین وایي؛ تېر کال د لوګر د مس عینک کان ساحې نه دوه زره ډول ـ ډول اثار ترلاسه شوي دي.
د مس عینک کان د لرغونو اثارو د پلټلو د برخې امر خیرمحمد خیر زاده سرخط ته وویل، چې له ۱۳۸۸ کال راهیسې له یاد کان څخه لس زره او پنځه سوه اثار ترلاسه شوي، چې د ملي موزیم سربېره یو شمېر نړیوالو موزیمونو ته هم د نندارې په موخه وړل شوي دي.
خیرخواه زیاته کړه، چې له مس عینک کان څخه د ترلاسه شویو اثارو لومړنۍ پاک کاري په لوګر کې ترسره کېږي، چې تازه یې د لرغونو اثارو د موندلو په موخه یوولسم پړاو هم پيل شوی دی.
د ده په وینا؛ د مس عینک په سیمه کې شاوخوا اتیا تنه کورني او بهرني لرغون‌پوهان او سلګونه نور سیمه‌ییز کارکوونکي د تاریخي آثارو پر کیندلو بوخت دي.
لرغون پوهان وایي؛ د مس عینک لرغوني اثار، چې تر اوسه یې ساری نه دی لیدل شوی، د افغانستان د لرغونتوب ارزښت به یو ځل بیا نړېوالو ته وښيي.
کارپوهان وایي؛ په هېواد کې د لاس ته راغلو لرغونو آثارو ساتنې ته باید جدي پاملرنه وشي، د قاچاق مخه یې ډب او د مصوونیت لپاره یې جدي هلې ځلې وشي.
د دوی په خبره؛ د مس عینک دغه تاریخي آثار له ۲۰۰۹ زیږدیز کال څخه تر دامهاله د کیندنو په نتیجه کې لاس ته راغلي چې د بودایي دورې له لومړۍ تر نهمې میلادي پېړیو پورې قدامت لري.
د مس عینک د لرغونو آثارو په اړه معلومات د لومړي ځل لپاره یوه فرانسوي لرغون پوه فوسمن له خوا په ۱۳۳۵ او ۱۳۳۶ کلنو کې خپاره شول.
د فوسمن د وړاندوینې له مخې؛ دا د ګندهارا د دورې آثار دي چې د کوشاني دورې وروستیو پورې تړاو لري.
د مس‌عینک کان چې د نړۍ په کچه د مسو دویم ستر کان بلل کېږي، د لوګر ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې موقعیت لري، چې د مسو د کان سربیره پکې لرغوني تاریخي اثار هم موندل شوي دي.

(Visited 45 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.