The news is by your side.

مایک پمپیو سعودي عربستان ته رسېدلی

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سعودي عربستان ته تللی چې هلته د ایران پر وړاندې نړیوال اېتلاف جوړ کړي.
هغه خبریالانو ته ویلي، په سیمه کې د امریکا له دواړو عربي سني متحدانو سره به پر دې خبرې وکړي چې په څه ډول دا مسله یقیني کولای شي چې ټول سټراټېژیک متحدان دي او په څه ډول یو نړیوال اېتلاف جوړولی شي.
د هغه په وینا، نوی اېتلاف به یوازې د خلیج هېوادونو په کچه نه، بلکې د اسیا او اروپا په کچه وي، څو په نړۍ کې د ترهګرۍ د سترو ملاتړو پر وړاندې ودرېږي.
هغه داسې مهال سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته سفر کوي چې په‌دې وروستیو کې یې له ایران سره اړیکې تر ټولو خراب حالت ته تللې دي.
پمپیو دغه راز د ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبره تکرار کړې او ویلي یې دي چې واشنګټن له تهران سره له قید او شرط پرته خبرو ته تیار دی، څو د دوی تر منځ اوږده دوښمني چې اوس هم روانه ده، کمه کړي.

(Visited 7 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.