The news is by your side.

محب: ځانګړي ځواکونه به لا زیات تجهیز او حمایه شي

0

د هېواد د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، چې ځانګړي ځواکونه د دښمنانو د ځپلو او د هیواد آرامۍ لپاره تر ټولو موثر قوت دی او ځانګړې پاملرنه ورته کېږي.

هغه ویلي، چې په همدې لړ کې به دغه ځواکونه لا په نویو وسایلو تجهیز او حمایه شي.

د لوګر په ښکار کلا سیمه کې د پولیسو د ځانګړو ځواکونو له ۳۳۳ مې عملیاتي قطعې د لیدو پر مهال محب زیاته کړې چې د هیواد دښمنان په هر ځای کې ددې ځواکونو د نوم په اورېدو وېرېږي او ځای خالي کوي.

د ملي امنیت سلاکار له سرتېرو سره په خبرو کې په ټینګار سره یې ویلي چې ددوی قربانۍ به هم نظام او هم افغان ولس په یاد ساتي او تل به یې درنښت کوي.

د ملي امنیت سلاکار د سرتېرو نورو ستونزو ته د رسيدو ترڅنګ ژمنه وکړه، چې ټپیانو ته به یې د سختو ټپونو او ناروغیو په صورت کې په بهرنیو هیوادونو کې د معالجې امکانات برابر کړي.

همدارنګه پتیل شوې چې د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو د لا موثریت په موخه ځینې اړین توکي دوی ته برابر او په واک کې ورکړل شي.

بلخوا، د پولیسو د ځانګړو ځواکونو سرتېرو ژمنه کړې چې تر پخوا به په لوړه روحیه د هیواد او نظام د فاع لپاره مبارزه کوي. دوی وویل، چې همدا اوس یې یوه ډله په کندز کې د ترهګرو په ځپلو بوخته ده او که اړتیا شوه د هیواد هرې سیمې ته د ماموریت لپاره ځي.

(Visited 18 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.