The news is by your side.

محسن داوړ: له دې وروسته به د پښتون وطن ساتنه پخپله کوو

0

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د پاکستان د پارلمان غړی محسن داوړ یو ځل بیا پر پاکستان توندې نیوکې کړې دي او یاد هېواد یې د پښتنو د قاتلینو په ملاتړ او ساتنه تورن کړی دی. داوړ دا څرګندونې نن د ارمان لوڼي د څلوېښتي په مراسمو کې د خبرو پر مهال کړې دي. هغه وویل، په کراچۍ کې د نقیب مسید او د شاوخوا ۴۰۰ نورو پښتنو په وژنه تورن راو انوار چې پولیسو نیولی و د پاکستان د حکومتي کسانو په ضمانت خوشې شوی او اوس ازاد ګرځي. هغه زیاته کړې پاکستان کې پښتنو ته د غدارانو په سترګه کتل کېږي او ان ځینې چارواکي یې واجب القتل بولي. داوړ ویلي، پاکستانی ریاست ورباندې بیلابیل تورونه لګوي خو دوی د چا د تورونو او ټاپو پروا نه کوي او له دې وروسته به د پښتنو د وطن ساتنه، د دې وطن خپل بچیان ( پښتانه) کوي.

(Visited 88 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.