The news is by your side.

محسن داوړ: پوځ دې حساب کتاب ته ځان چمتو کړي

0

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د پاکستان د پارلمان غړی محسن داوړ وایي، دا لومړی ځل نه دی چې په پښتون ژغورنې غورځنک د غدارۍ تور لګول کېږي بلکې وړاندې تر دې هم پر هغه چا ورته تورونه لګول شوي چې د خپل حق غوښتنه یې کړې ده. هغه ویلي پي ټي ایم له اولې ورځې نه د سیمې د مسایلو او دلته د روانو ظلمونو په اړه نړۍ ته واقعي تصویر وړاندې کړی دی او په خبره یې له پاچاخان نه نیولې تر نورو مشرانو پورې چا چې هم د پوځ او پاکستاني ریاست له ظلمونو پرده پورته کړې پوځ ورباندې ورته تورونه پورې کړي دي. دواړ د پاکستان پر لومړي وزیر عمران خان هم نیوکې کړې دي او وزیاته کړې یې ده چې هغه هم د پوځ خبرې پرته له څیړلو تکراروي. هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي، دوی حساب کتاب ته چمتو دي خو پوځ هم باید د خپلو تورونو د سپیناوي لپاره رامخته شي. دا په داسې حال کې ده چې د پوځ ویاند اصف غفور پرون وویل چې پښتون ژغورنې غورځنګ د افغانستان او هند له استخباراتي ادارو پیسې تر لاسه کړې دي.

(Visited 144 times, 2 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.