The news is by your side.

مشورتي لويه جرګه؛د پريکړه ليک په اعلان او د ولسمشر په اختتاميه وينا پايته ورسيده

0

ولسمشر غني نن د لویې مشورتي جرګې غونډې ته په خبرو کې وویل، چې د روژې په خاطر او جرګې ته په درناوي د طالبانو ۱۷۵ هغه بندیان خوشې کوي، چې له کلونو راهیسې بندیان دي. غني له طالبانو وغوښتل چې کابل یا نورو ولایتونو ته خپل استازي ور واستوي، تر څو یې بندیان ور وسپاري. نوموړي وویل، چې د بندیانو خوشې کول یې د روژې ډالۍ ده او وبه لیدل شي چې طالبان څه ډالۍ لري. غني په خپلو خبرو کې وویل، له طالبانو غواړي چې په افغانستان کې دننه سولې ته چمتو شي. نوموړي وویل که طالبان سولې ته حاضر وي. حکومت چمتو دی چې د اوربند په تخنیکي برخه کار وکړي. غني وویل، غواړي افغانستان د سولې کوربه خپله اوسي، ځکه پر طالبانو غږ کوي چې راشي او د افغانستان په هر ولایت کې چې غواړي د سولې لپاره به دفتر ورکړي. نوموړي د ازبکستان او ترکمنستان مننه وکړه چې دافغان سولې کوربتوب لپاره یې تیاری ښودلی او زیاته یې کړه، چې اوس د طالبانو خوښه ده، د سولې خبرې په هیواد د ننه کوي او که بهر.

(Visited 27 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.