The news is by your side.

معتصم اغا جان د ارګ یوې غونډه کې ګډون کړی

0

 پنجشنبه، د زمري میاشتې لسمه: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د مالیې وزیر معتصم اغاجان تېر ماښام د ارګ په یوې غونډه کې ګډون کړی دی.

غونډه له ولسمشر محمد اشرف غني سره د کندهار ولایت قومي مشرانو د لیدنې په مناسبت جوړه شوې وه.

کلونه مخکې معتصم اغا جان د طالبانو رهبرۍ ته نږدې کس یادېده، خو اوس داسې مالومات نشته چې ایا نوموړی به د طالبانو د قطر دفتر له مشرانو سره اړیکې ولري کنه؟

ارګ دا هم نه دي ویلي چې ولسمشر غني له معتصم اغا جان سره پر کومو مسایلو خبرې کړې دي.

یو شمېر سرچینې وايي، ښاغلی اغا جان په ترکیه کې اوسېږي او ځینې وخت سیاسي فعالیتونه هم کوي.

اغا جان پر داسې مهال کابل ته راځي چې له طالبانو سره د سولې بهیر حساس پړاو ته رسېدلی دی.

تازه تېره ورځ حکومت هم اعلان وکړ چې له طالبانو سره د مذاکراتو په هدف يې یو ۱۵ کسیز پلاوی جوړ کړی دی.

معصتیم اغا جان تر ډېره د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ دی او تل یې ټينګار کړی چې طالبان باید په دننه افغانستان کې له حکومت سره مذاکرات وکړي.

پاکستانیو استخباراتي ادارو غوښتل چې نوموړی د ملا برادر په څېر ونیسي او بندي يې کړي، خو هغه ترې ځان ژغورلی و.

ټولنیزو رسنیو کې د معتصم اغا جان وروستي عکس ته مختلف غبرګونونه ښودل شوي دی، ځینې باور لري چې دا د بین الافغاني مذاکراتو پيل لپاره شین څراغ دی او اغا جان کولای شي په دې برخه کې رغنده رول ولوبوي.

(Visited 33 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.