The news is by your side.

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو سیلابونو نهه زره کورنۍ زیانمنې کړې

0

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي اداره یا اوچا وایي، د افغان حکومت، ملګرو ملتونو او غیر حکومتي ادارو یو ګډ ټیم تر اوسه په کندهار، هلند او فراه ولایتونو کې ۸۹۹۵ سیلاب ځپلې کورنۍ ثبت کړې دي. اوچا وايي، د امنیتي اندیښنو له امله ګډ ټيم د کندهار په نهو ولسوالیو او د فراه له ښاره بهر د سیلابونو له امله کورنیو ته د رسیدلي زیان پلټنه لا نه ده بشپړه کړې، چې ورسره د دې امکان شته، چې په دغو ولایتونو کې د سیلاب ځپلو کورنیو شمیر له دې زیات وي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په جنوبي او لودیځو ولایتونو کې د مارچ د روانې میاشتې په سر کې د سیلابونو په اړه په خپل شپږم راپور کې ویلي، وروستیو سیلابونو د افغانستان په جنوب کې اته زره نهه سوه او پنځه نوي کورنۍ زیانمنې کړې دي چې بېړنیو بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.

(Visited 13 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.