The news is by your side.

ملګري ملتونه: جمال خاشقجي سعودي چارواکو وژلی

0

د ملگرو ملتونو څېړنیزه ډله وایي داسې شواهد یې تر لاسه کړي چې ښیي د جمال خاشقجي قتل سعودي چارواکو کړی دی. په ترکیې کې د سعودي خبریال جمال خاشقجي د قتل د څېړنو لپاره د ملگرو ملتونو د ډلې په راپور کې ویلي شوي، چې ښایي د هغه قتل سعودي چارواکو پلان کړی و. محمد بن سلمان له هغه وروسته د نړیوالو له نیوکو سره مخ دی چې د تېر کال اکتوبر میاشت کې په ترکیې کې د سعودي خبریال جمال خاشقجي ووژل شو. سي آی اې هم په خپل راپور کې شهزاده محمد بن سلمان د خاشقجي د قتل مسوول بللی دی. امریکایي رسنیو ویلي و چې د سعودي خبریال د وژلو نه وروسته د هغه د بدن غړي پرې شوي و او هغه یې نامعلومه ځای ته وړي دي.

(Visited 11 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.