The news is by your side.

موډي له ټرمپ سره پوره نیم ساعت پر افغانستان او سیمې غږېدلی

0

د هند لومړی وزیر نریندرا موډي د امریکا له جمهور رییس ډونالډ ټرمپ سره د دوشنبې په ناوخته د افغانستان او سیمې پر وضعیت نیم ساعت ټلفوني خبرې کړې دي.

د موډي دفتر له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دواړو هېوادونو مشرانو د سیمې په ځانګړې توګه د افغانستان پر وضعیت مفصل بحث کړی دی.

خبرپاڼه کاږي، موډي د خپلو خبرو په یوه برخه کې ټرمپ ته څرګنده کړې چې هېواد به یې له یو واحد، ټیکاو لرونکي او جمهوري افغانستان څخه خپل ملاتړ او مرستو ته دوام ورکړي او دې برخه کې هر راز همکارۍ ته ژمن دی.

هغه همدا راز ټرمپ ته د افغانستان د خپلواکۍ سلمې کالیزې نمانځلو موضوع هم ور یاده کړې ده.

موډي ویلي، په سیمه ییزه کچه د یو شمېر مشرانو لخوا د هند پر ضد د تشدد ژبې کارول له سولې سره مرسته نه کوي.

د هند لومړي وزیر همدا راز د هېوادونو له پولو د ترهګرو د راوښتو او اوښتو پر جدي مخنیوي ټينګار کړی دی.

دواړو خواوو همدا راز د سوداګرۍ پر زیاتوي هم بحث کړی.

ټرمپ او موډي پر داسې مهال د سیمې او افغانستان وضعیت تر بحث لاندې راوستی دی چې کشمیر کې د نوې ډيلي او اسلام آباد اړیکې خورا ترینګلې شوې دي او هره ورځ یو بل ته کمینونه نیسي.

د کشمیر مسلې د بحران په لوړه کچه کې همدا راز عمران خان ټرمپ ته زنګ وهلی او د کشمیر سربېره یې د افغانستان پر وضعیت هم ورسره بحث کړی دی.

تر اوسه د امریکا حکومت له موډي سره د ټلفوني خبرو زیات جزییات نه دي خپاره کړي.

د هند حکومت تل د افغان دولت په مشرۍ د سولې له مذاکراتو ملاتړ کړی دی او ویلي دي، تر هغه چې د سولې مشري د افغان حکومت په لاس کې نه وي، دغه پروسه به بریالۍ نه شي.

(Visited 38 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.