The news is by your side.

ناټو ځواکونو افغانستان ته د راتګ لپاره تمرینات پيل کړي

0

د ناټو یو شمېر تازه دمو پوځیانو افغانستان ته د تگ په موخه تمرینات پیل کړي دي. د څلورو هېوادونو، چک جمهوريت، هنګري، پولنډ او سلواکیا لومړي وزیران د پولنډ په مرکز وارسا کې ددغو پوځیانو د تمریناتو نندارې ته ورغلي دي. د پولند لومړی وزیر متایوز موراویکي وایي په تیرو شلو کلونو کې دوی ثابته کړې چې د ناتو با ارزښته غړي دي او تل یې د ګډ امنیت په تامین کې هڅه کړې ده. د هنګري لومړی وزیر ویکتور اوربان بیا وايي، سږ کال د اروپا امنیت لړزان دی نو ددې اړتیا لیدل کېږي چې په ناټو کې کارونه او فعالیتونه پراخ کړی شي. دده په خبره له همدې امله د نړیوالې ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او د نړیوال امنیت د تامین په موخه افغانستان ته پوځیان لېږي. هغه هیله څرګنده کړې چې وکړی شي په دې توګه په سیمه کې امنیت تامین کړي. په دغه تمریناتو کې لسګونه سرتېرو برخه اخیستې او د زغره والو ټانکونو د کارونې تمرینات ترسره کوي.

(Visited 116 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.