The news is by your side.

ننګرهار کې يوه نجلۍ تر جراحي عملياتو وروسته هلک شو

0

ننګرهار ولايت روداتو ولسوالۍ اوسيدونکې ۲۲ کلنه عادله، چې تر دې وړاندې نجلۍ وه په داودزي خصوصي روغتون کې تر جراحي عملياتو وروسته هلک شو او نوم يې پر عبدالرحمن بدل شو.

رسنۍ وايي، له معایناتو وروسته معلومه شوه، چې عادله ښځه نه، بلکې نارینه دی.

ننګرهار کې د یو خصوصي روغتون مسوولینو ویلي، عادله ته یې جراحي عملیات ترسره کړل او له دې وروسته یو عادي هلک دی.

پخوانۍ پيغله او اوسنی زلمی عبدالرحمن وایي، له پخوا راهیسې په ځان پوه شوی و، چې نجلۍ نه، بلکې هلک دی؛ خو د کورنۍ اقتصادي ستونزې او ټولنه کې د شرم له امله یې نه شو کولای چې ځان ډاکټر ته وښایي او عملیات یې وکړي.

د پخوانۍ عادلې اوسني عبدالرحمن مور او پلار وایي، دوی خپله لور جلال اباد ښار کې د داودزي خصوصي روغتون ته راوستله او بالاخره له جراحي عملیات وروسته معلومه شوه چې نجلۍ نه؛ بلکې هلک دی او نوم یې پرې عبدالرحمن کېښود.

(Visited 18 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.