The news is by your side.

نن په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې بېرته پيلېږي

0

ټاکل شوې چې په دوحه کې د طالبانو او امریکايي لوري ترمنځ خبرې تر یوې ورځې دمې وروسته نن بېرته پيل شي. له څو ورځو راهیسې د طالب او امریکايي استازو ترمنځ د خبرو شپږم پړاو پیل شوی دی، خو تېره ورځ د روژې د لومړۍ له امله دغه پروسه ځنډول شوې وه او نن به له سره پيلېږي. طالب سرچینو رسنیو ته ویلي وو، چې په دې خبرو کې تر دې دمه مهم او د پام وړ پرمختګونه شوي دي. په دوحه کې د شخړو د حل او بشري مطالعاتو د مرکز مشر سلطان برکات هم ویلي وو، چې دغه خبرې او مذاکرات له نږدې څاري او په خبره یې مهم پرمختګونه ترسترګو کېږي. زلمي خلیلزاد ویلي، چې پر اوربند، د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، د چا پر وړاندې د افغان خاورې پر نه استعمال او همدا راز بین الافغاني مذاکراتو باندې خبرې متمرکزې دي. خو طالبان بیا وايي چې یوازې د بهرنیو ځواکونو وتل او افغان خاوره د چا پر ضد نه کارول د بحث موضوعات دي.

(Visited 47 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.