The news is by your side.

نړيوالې رسنۍ: ۸۵ فيصده افغانان له طالبانو کرکه لري

0

په نړیوالو رسنیو کې د افغانستان د سولې او سیاسي وضعیت په اړه بېلابېلې څرګندونې شوې، په دغو څرګندونو کې ویل شوي چې د امریکا له «بې‌خرته» مرستو سره سره، افغانستان اوس هم یو متکي هېواد نه دی.

 

همدارنګه له طالبانو سره خبرې کول مثبت کار دی، څه نا څه هیله ورته شته، خو پایله يې معلومه نه‌ده، ځکه پاکستان هم دوی د مذاکرې مېز ته راولي او هم د دوی د جګړې ملاتړ کوي.

 یو اېس اې ټوډې (USA Today) 

په افغانستان کې د داعش په اړه یو مطلب خپور کړی او د امریکايي استخباراتي چارواکي په حواله چې نوم يې نه دی ښودل شوی کاږي؛ “داعش-خراسان څانګه پر امریکا د برید وړتیا لري، لکه څرنګه چې القاعده په امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې بریدونه وکړل.”

د امریکا د سنا غړی سناټور جک ریډ چې تازه افغانستان ته راغلی و وايي، په افغانستان کې داعش سلګونه جګړه ماران لري او په افغانستان کې د دوی تکتیکونه او سربازګیری پر مخ روانه ده.

د استخباراتو دا چارواکي ویلي چې د داعش ترهګرې ډلې کلیدي موخه په بهر کې د نورو هڅول، مالي سرچینې موندل او د بریدونو رهبري کول دي. د دوی د برید د ماهیت په اړه وايي، “داعش ښايي په امریکا کې د خپل یوه استخدام شوي ترهګر په وسیله په ګڼه ګوڼه لارۍ موټر وروخېژوي.”

د استخباراتو دغه چارواکی دا هم وايي چې داعش په تېرو دریو کلونو کې په افغانستان کې نسبتاً بریالی و.

ده فېډرالیسټ (The Federalist)

د افغانستان په تړاو یو مطلب خپور کړی او کاږي چې د امریکا له «بې‌خرته» مرستو سره سره، افغانستان اوس هم یو متکي هېواد دی.

د مطلب لیکوال لیکي چې په افغانستان کې امنیت خراب دی، او ان ډېری هغه اډې چې امریکایانو په ۲۰۱۰-۲۰۱۱ کې جوړې کړې وې، ړنګې او ورستې شوې یا طالبانو نیولې دي.

په افغانستان کې هیله، امنیت او اقتصادي هوساینه هغه مهال رامنځ‌ته کېدای شي چې جګړه پر سیاست بدله شي. ځکه نه امریکا او افغان سرتېري هر یو طالب وژلی شي او نه هم طالبان افغان حکومت له منځه وړلای شي.

د مطلب لیکوال بیانوي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د شخړې هواری یوازینۍ حل لاره ده او د طالبانو او امریکایانو خبرې یو اصل نه دی، دی وایي اصلي مسله دا ده چې افغانان خپلو منځو کې سره جوړ شي.

د اسټرالیا نړیوالو چارو انسټيټيوټ

دې انسټيټيوټ د افغان سولې په تړاو یو مطلب خپور کړی او پوښتي، “ایا افغانستان کې سوله شونې ده؟”

دا مطلب کاږي چې په افغانستان کې طالبان نږدې ختم وو، خو بیا یې هم خپل مقاومت ته ادامه ورکوله او په ۲۰۱۶ کې داسې وخت راغی چې د افغانستان دریمه برخه د طالبانو په واک کې وه او یا دا چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ لاس په لاس کېدله.

په مطلب کې راځي، “د طالبانو سیاست ډېر پېچلی دی. دوی دوې ډلې دي، یو يې سیاستوال دي چې اوس د سولې خبرې پر مخ وړي او بل يې جنګیالي دي چې پوره سخت‌دریځي دي او ان د ښځو زده‌کړه کفر ورته ښکاري، خو اصلي مسله دا ده چې څنګه له دوی سره سړی جوړ راشي.”

مطلب بیانوي چې د طالبانو سیاستوال اوس پوه شوي چې افغانستان نور هغه د دوی د دور پخوانی افغانستان نه دی او دوی د واک د ترلاسه کولو لپاره باید جوړجاړی وکړي.

مطلب په پای کې لیکي، که افغانان وغواړي که نه امریکایان به وځي، ځکه امریکا او لویديځ په کلونو هڅه وکړه چې افغان اردو جوړه کړي، که لا اوس نه وي جوړه شوې؛ نو هېڅکه بیا نه جوړېږي.

ده نیوز (The News)

دې ورځپاڼې د افغانستان په اړه د امریکايي متقاعد څلور ستوریز جنرال جک کېن خبرې را اخیستې کوم چې په ۲۰۰۳ کې تقاعد شوی دی. هغه وايي، “د افغانستان په تړاو د ټرمپ په پلانونو باید ځکه «شکمن» وو چې دی تر اوسه له افغان حکومت سره خبرو ته نه دی ننوتلی. دا یوه ډېره پېچلې مسله ده او موږ اوږده لار په مخ کې لرو. ”

دا جنرال وايي، “له طالبانو سره خبرې کول مثبت کار دی، څه نا څه هیله ورته شته، خو پایله يې معلومه نه‌ده، ځکه پاکستان هم دوی د مذاکرې مېز ته راولي او هم د دوی د جګړې ملاتړ کوي.”

دغه متقاعد جنرال جک وايي چې د افغانستان خلک له طالبانو کرکه لري او هر کال سروې ګانې ښيي چې تر ۸۵ سلنې افغانان د طالبانو بېرته راتګ او د دوی واک نه‌غواړي.

sayhoon.com

(Visited 37 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.