The news is by your side.

نیویارک ټایمز: پاکستانی پوځ د پښتونژغورنې مدني حرکت ځپي

0

امريکايۍ نيويارک ټايمز ورځپاڼه د پښتونژغورنې غورځنگ په تړاو په خپاره کړي، مطلب کې وايي پاکستانى پوځ د مدني حقونو یو داسې ملاتړی غورځنگ ځپي، چې د عدم تشدد لاره تعقيبوي. لیکنه د دغه غورځنگ مشر منظور احمد پشتين کړې. نوموړي په خپله ليکنه کې ډيورنډ کرښې ته نژدې قبايلي سيمو کې خلکو ته د سر او مال اوښتي زيانونه او هغو ناخوالو ته اشاره کړې چې دوى ورسره مخ دي. پښتين وايي د دوى غورځنگ سوله ييز دى، د پښتنو لپاره د امنيت او سياسي حقونو غوښتنه کوي او غواړي چې د امنيتي ځواکونو او اورپکو له لوري د زرگونو پښتنو د وژل کېدو په تړاو پلټنې وشي.

د پښتين په وينا، دوى له پاکستاني مشرتابه سره گڼې ناستې کړې او ځينو جنرالانو ان په علني يا څرگنده توگه د دوى شکايتونه منلي خو د د دوى د اندېښنو لرې کولو لپاره يې گام نه دى پورته کړى. مطلب کې راغلي چې د پي ټي اېم غړي له هر احتجاج وروسته د بلوا، خيانت او ترهگري په تور نيول شوي چې يو شمېر يې لا هم بالکل نادرکه دي. هغه پخپله لیکنه کې له نړیوالو حقوقي او بشري بنسټونو غوښتي، چې ددوی غږ بدرګه کړي او په دې توګه ددغه سوله ییز او مدني حرکت ملاتړ وکړي.

(Visited 3 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.