The news is by your side.

نیکولاس کې:جګړه کوونکي دې د عامو افغانانو د سولې غوښتنې غږ واوري

0

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې په کابل کې پرونی برید غندلی دی او وایي ددغه برید په مهارولو کې افغان ځواکونو خپل مسلکیتوب او زړورتیا ثابته کړه. دده په وینا افغانستان په حساسو شرایطو کې دی او ټول افغانان سوله غواړي، خو ترهګر دوی ته درد اوجګړه ورکوي. هغه پر وسله والو او جنګېدونکو ډلو غږ کړی چې د افغانانو غږ واوري او له جګړو لاس واخلي. پرون څلورو وسله والو بریدګرو د افغانستان پر مخابراتو وزارت ډله ییز برید وکړ. په دغه پېښه کې څلور ملکیان او درې افغان سرتېري ووژل شول او اته کسه نور ټپیان شول. یاد وزارت د کابل په امنه سیمه کې پروت دی او چارواکي وايي چې دغه وزارت ډېر نه دی زیانمن شوی.

(Visited 19 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.