The news is by your side.

نېکمرغي دغسې وي

0

تاسې به د ډېرو نېکمرغه خلکو کیسې اورېدلې وي، خو په شمالي ايرلينډ کې یو شخص د کوژدې ګوتمۍ لټوله چې د سکو په خزانه برابره شو.
د نړیوالو رسنیو د مالوماتو له مخې، د رینارډ په نوم یو شخص د خپل ملګري په کور کې د هغه د کوژدې ګوتمۍ پسې ګرځېده چې په همدې مهال کې یې د له ۵۰۰ کلونو پخوانۍ سېکو خزانه وموندله.
سرچینې زیاتوي، دا سکې چې تعداد یې ۸۴ ته رسېږي اوس اوس یې ارزښت له سل زره پاونډو سره برابر دی او ویل کېږي د پاچا هېنري بشتم د دورې پر مهال جوړې وشوې دي. 
رینارډ وايي، له ملګري سکون سره یې مرسته کوله چې کله د سکو په خزانه برابر شو، د خوشالۍ داسې احساس یې وکړ چې لاټري ورته راووتله.
ماهران وايي، ښايي په دې کور کې نورې قیمتي او پخواني اثار نور هم موجود وي چې په وینا یې لرغونوالی یې ښايي د ۱۵پېړۍ پیل ته ورسېږي.

(Visited 7 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.