The news is by your side.

هلمند کې د طالبانو له زندانه ۳۳ تنه ازاد شوي

0

 

په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو مسوولين وايي چې د دغه ولايت په کجکي ولسوالۍ کې يې د طالبانو يو زندان مات کړى او ٣٣ سرتېري يې ترې ازاد کړي دي. د دې قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن عبدالقدير بهادرزي ویلي، چې په هلمند کې مېشت د ملي اردو اووم کومانډو کنډک د کجکي ولسوالۍ په ابدار کارېز کې د وسله والو طالبانو يو زندان تېره شپه مات کړى دى. ده زياته کړه، د زندان د ماتېدو له امله د امنيتي ځواکونو ٣٣ سرتېري له زندانه خوشې شوي او دوى له ځان سره بيولي دي. د هغه په وينا، په دغو سرتېرو کې څلور کلن زندانيان هم وو. دى وايي، د زندان د ماتولو په وخت کې وسله وال طالبان له سيمې تللي وو.

(Visited 51 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.