The news is by your side.

هند:د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې له پروسې ملاتړ کوو

0

د سولې عالي شورا د دارالانشاء ريیس محمد عمر داودزي د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سوارج سره ليدلي. په دې کتنه کې دواړه لورو د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرو په پرمختګونو، او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي. د هند د بهرنیو چارو وزیرې په دې ليدنه کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له روانې پروسې ملاتړ کړی. نوموړې ويلي، چې هند به د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او ثبات لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. هغې زیاته کړه هند د افغان حکومت ملاتړ کوي او د افغانستان د سولې او ارامښت لپاره هر ډول هڅې نه دريغوي. عمر داودزي د هند له مرستو مننه کړې او ويلي يې دي چې، افغان حکومت د هر هغه اقدام او هڅو څخه چې په افغانستان کې د دایمي سولې د ټینګښت لامل کیږی ملاتړ کوي.

(Visited 12 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.