The news is by your side.

هند او افغانستان له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې ټینګار کړی

0

ولسمشر غني تېره شپه د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره په بېشکېک کې وکتل. په دې کتنه کې دواړو لورو له ترهګرۍ سره پر مبارزې، سیمه ییز اتصال، د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو د پراختیا او د افغانستان د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع په اړه خبرې کړې دي. غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د هند له همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي، چې باعزته او تلپاتې سوله د افغانانو اساسي غوښتنه ده نو د سیمې هیوادونه دې د افغانستان د سولې پروسې په برخه کې خپلې همکارۍ همغږې او منظمې کړي. د هند لومړي وزیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې تېرو مرستو ته په اشارې یو ځل بیا د خپل هیواد په استازیتوب د همکاریو ډاډ ورکړی او وې ویلي یې دي، چې هند به د افغانستان د دوست او ستراتیژیک ملګري په توګه د افغانستان تر څنګ وي. نوموړي زیاته کړې، هند د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ کوي.

(Visited 10 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.