The news is by your side.

هند: د سولې په ټولو مذاکراتو کې باید افغان حکومت حاضر وي

0

د سولې په ټولو مذاکراتو او غونډو کې باید افغان حکومت ګډون وکړي. په سیمه کې د افغانستان تر ټولو نږدې متحد، هند وايي د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او ددې پلوی دی چې د سولې په ټولو بحثونو او مذاکراتو کې افغان حکومت ته د ګډون زمینه برابره کړل شي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راجش کومار ویلي په ټولو مذاکراتو او غونډو کې باید افغان حکومت حاضر وي. دده په وینا د سولې د مذاکراتو واک باید له افغانانو سره وي او ددوی تر ملکیت لاندې دغه پروسه پر مخ لاړه شي. راجش کومار د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه هم ویلي چې په دې مسئله کې دې د بېړې پر ځای له فکر کار واخیستل شي او تر دقیقې ارزونې وروسته دې په دې اړه پرېکړه وشي.

(Visited 24 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.