The news is by your side.

هند: پاکستان د بالاکوټ برید په اړه معلومات پټوي

0

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راوش کمار ویلي چې پاکستان هڅه کوي د هغه برید په اړه معلومات پټ وساتي چې د هندوستان هوایي پوځ د پاکستان په خاوره بالاکوټ کې کړی و. هغه ویلي، پاکستان ژورنالستانو ته اجازه نه ورکوي چې په دغه هېواد کې د هند د وروستیو هوايي بریدونو له ځایه له نژدې لیدنه وکړي.

راوش کومار وویل، واقعیت دا دی چې پاکستان تر دمګړۍ څو ځله سیمې ته د ژورنالستانو د تګ غوښتنه رد کړې ده. د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌ مخې د پاکستان امنیتي چارواکو د تېرې پنجشنبې په ورځ د امنیتي اندېښنو له امله د یاد اژانس ژورنالستان دغې سیمې ته له ورتلو منعه کړي دي. د یادونې ده چې هند تېره میاشت د پاکستان تر ولکې لاندې کشمېر بالاکوټ سیمه کې د جېش محمد ډلې پر وسله والو هوایي بریدونه وکړل چې تر هغه وروسته د دواړو هېوادونو اړیکې تر دې ورسېدې چې یو بل پسې یې الوتکې راپورته کړي.

(Visited 85 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.