The news is by your side.

واشنګټن پوسټ: ممکن ټرمپ افغانستان کې له یوې بدې ماتې سره مخ شي

0

 سه شنبه، د زمري میاشتې ۲۹ مه:

“ښایې ټرمپ په افغانستان کې له یوې شرمناکه ماتې سره مخ شي”

د امریکا “واشنګټن پوسټ” د افغانستان په اړه یو مطلب لیکلی او کاږي چې ولسمشر ټرمپ هلته د يوې بریا چانس له لاسه په ورکولو له خطر سره مخ دی او ښايي له یوې شرمناکې ماتې سره مخ شي.

مطلب لیکي چې ټرمپ له طالبانو سره د یوې سستې او بې دوامه معاملې په لټه کې دی چې دا کار له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وېستلو سبب کېږي او پرته له یوې ملموسې پایلې، په افغانستان کې د پوځي او سیاسي فاجعې امکان شته.

مطلب بیانوي چې ولسمشر اوباما هم په ۲۰۱۱ کې له عراق څخه خپل ځواکونه ووېستل، خبرداریو او ګواښونو ته يې ونه کتل او هماغه وو چې عراق له سترو فجایعو سره مخ شو.

مطلب کاږي، طالبان هم دیکتاتوري غواړي، بشري حقونو او د ښځو حقونو ته پام نه کوي، سختدرځې ډلې پیاوړې کوي چې په هغوی کې داعش هم راځي.

دا مطلب وروسته وايي چې د طالبانو تضمینونه هم داسې ګډوډ دي، وضاحت نه‌لري، جزيیات نه‌لري، له افغان حکومت سره سیاسي جوړجاړی او اوربند پکې ذکر دی، خو د عمل لپاره کوم قوي تضمین نه‌لري. د بېلګې په توګه، د طالبانو په دې تضمینونو کې دا واضح نه‌دي راغلي چې ایا دوی به د ولسمشر اشرف غني له حکومت سره خبرې کوي که څنګه.

مطلب په پای کې سپارښتنه کوي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو نهايي وتل باید د اورپکو (طالبانو) او افغان حکومت تر منځ په جوړجاړي پورې مشروط شي. د سولې په تړون کې دا هم باید راشي چې د داعش پر ضد جګړې او نورو ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي لپاره باید د امریکا د ترهګرۍ ضد ځواکونو په افغانستان کې دوامدار حضور ولري. خو که ټرمپ دغو دوو مسلو ته له پام پرته خپل ځواکونه وباسي؛ نو نه ټرمپ ښايي د امریکا لپاره یوه بریالۍ پایله په افغانستان کې په یوه شرمناکه ماته واړوي.

(Visited 51 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.