The news is by your side.

واشنګټن پوسټ: پاکستان په هند کې د ټاکنو له پیله ویره لري

0

امریکایي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ وایي، پاکستان ویره لري چې په هند کې د ټاکنو له پیل سره به یو ځل بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ ډېر شي. د هند په ډېریو ایالتونو کې نن ټولټاکنې پیل شوې او ټاکل شوې چې ددغه ستر جمهوري هېواد ټاکنې په اوو پړاونو کې ترسره شي. وړاندې تر دې هم د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د هند د ټاکنو له پیل سره د تاوتریخوالي د زیاتېدو ویره ښودلې وه او له نړیوالو یې غوښتنه کړې وه چې دې موضوع ته باید جدي پام وکړي. پاکستان ځکه ویره لري چې ویل کېږي ښایي مودي د خپل محبوبیت زیاتېدو له امله پر پاکستان بریدونه وکړي. هند هغه هېواد دی چې ټول وګړي یې د پاکستان ضد دریځونه لري او دا هېواد د تروریزم پلار بولي.

(Visited 41 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.