The news is by your side.

وزارت: پر کانونو د پانګونې تګلاره مشخصه شوې

0

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وايي، د یو شمېر کانونو د اېستلو لپاره له بهرنیو پانګه‌والو د پانګونې غوښتنه کوي او په دې برخه کې یوه تګلاره هم مشخصه شوې ده.
نوموړی زیاتوي، د دې تګلارې له لارې بهرني پانګه‌وال د تالک، مرمرو، کرومایټو، نفتو او لاجوردو په برخه کې له کورنیو پانګه‌والو سره کار کولای شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت همداراز وايي، له تېر یوه کال راهیسې په څه باندې ۵۸۰ سیمو کې د ناقانونه کېندنو مخه نیول شوې ده.
خو لا هم ویل کېږي چې وسله‌وال مخالفان، سیمه‌ییز زورواکي او ان حکومتي چارواکي د کانونو په اېستلو او قاچاق کې لاس لري چې هر کال له همدې درکه مېلیونونه ډالره ترلاسه کوي.

(Visited 7 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.