د کندهار پولیس وايي، ناپېژاندو وسلهوالو د کندهار ښار د شپږمي حوزې اړوند د سرې جامع جومات په سیمه کې د ولسي جرګې په تېرو دوو دورو کې د روزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزی ترور کړی دی.
د کندهار امنیه قوماندان تادین خان پېښه تاییدوي او وایي، برید کوونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.
د کندهار د پولیسو د مطبوعاتو امر احمدشاه احمدزی وايي، پېښه نن شاوخوا درې بجې شوې ده.
عبيدالله بارکزي په ولسي جرګه کې د شکايتونو د کمېسيون د مشر په توګه هم دنده ترسره کړې او دوه دورې د ولسي جرګې غړی و.
بلهخوا طالبانو رسنیو ته په استاول شوي پیغام کې ویلي، یاده پېښه په دوی پورې اړه نهلري.
(Visited 136 times, 1 visits today)