The news is by your side.

وسله وال طالبان: خبرې هیله بښونکې دي خو کومې هوکړې ته نه یو رسېدلي

0

 

وسله وال طالبان وايي چې له امریکا سره تر دې دمه هېڅ راز هوکړې ته نه دي رسېدلي. وسله والو طالبانو تېره شپه ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې تر شپږ ورځنیو خبرو وروسته له امریکایي لوري سره تر دې دمه کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي. ددغه ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د خبرو لړۍ به اوږدېږي او په وینا یې په دې برخه کې پرمختګونه شوي دي. وسله والو طالبانو د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی دی او په خبره یې ددوی خبرې واضح دي او له خپلې اجنډا نه تېرېږي. هغه دا ګنګوسې هم رد کړې چې ګواکي طالبانو د اوربند او یا نورو مسایلو په اړه له امریکا سره توافق کړی دی. بل پلو د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي هم ویلي چې له طالبانو سره تر دې دمه هېڅ راز هوکړه نه ده شوې. دده په وینا پر هر څه هوکړې ته رسېدي خو تر هغه چې د بین الافغاني خبرو پړاو نه وي پیل شوي هېڅ هوکړه هم نشته ده. نوموړي ویلي چې کابل ته تر سفر وروسته به بېرته قطر ته ځي او له طالب استازو سره به خبرې کوي.

(Visited 32 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.