The news is by your side.

ولسمشرۍ ماڼۍ:لومړیتوب مو د سولې مشورتي لویې جرګې جوړېدل دي

0

د دوحې غونډې له لغوه کېدو وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، اوس د سولې مشورتي لویه جرګه ورته لومړیتوب لري. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، هیله لري چې طالبان به د دغې جرګې وړاندیزونه ومني. دا جرګه تر راتلونکو لسو ورځو پورې کابل کې جوړېږي. د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، چې د حکومت ټول پام پر دې جرګې را ټول دی او ښه پوره چمتوالی ورته نیول شوی دی. ټاکل شوې وه، له قطر ناستې وروسته د سولې مشورتي لویه جرګه جوړه شي، خو اوس چې د قطر ناسته لغوه شوه، افغان حکومت ټینګار کوي چې په ټاکل شوې نېټه دې د سولې مشورتي لویه جرګه جوړه شي. د سولې مشورتي لویه جرګې کمېسیون د معلوماتو له مخې دغه جرګه به راتلونکې ثور میاشتې په نهمه جوړه او څلور ورځې به دوام وکړي چې د ټول هېواد په کچه به په‌کې دوه نیم زره کسان برخه واخلي.

(Visited 16 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.