The news is by your side.

ولسمشر: باید ۶۰ مېلیون ډالر په ولایتي پوهنتونونو پانگونه وشي

0

ولسمشر اشرف غني وایي، د ۶۰۰۰ ښوونځیو د جوړولو ترڅنګ باید ۶۰ مېلیون ډالر په ولایتي پوهنتونونو پانګونه وشي.
هغه چې نن ماښام د هېواد د ۳۴ ولایتونو له والیانو سره خبرې کولې وویل، په ولایتونو کې لا زیات کار او تحرک ته اړتیا ده.
اشرف غني د طبیعي پېښو د زیانونو په مخنیوي او د اوبو په مدیریت ټینګار وکړ او وې ویل، درې سوه واړه جوړېدونکي بندونه باید د هیواد په ولسوالیو په متوازن ډول ووېشل شي او همدارنګه لس منځني بندونه دې هغو ولایتونو ته چې تر اوسه ورته پاملرنه نه‌ده شوې ځانگړي شي.
د ارگ خبرپاڼه د ولسمشر په حواله زیاتوي، له کابینې څخه هم د والایانو رول مهم دی، ځکه وزیران کابل محوره او والیان افغانستان محوره او مخامخ له ولسونو او خلکو سره په تماس کې دي.
هغه زیاته کړه، د همکارۍ او همغږۍ په موخه باید والیان په ترتیب د کابینې غونډو کې گډون وکړي.

(Visited 24 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.