The news is by your side.

ولسمشر: د سولې په اړه د کابل او واشنګټن همغږي زياته شوې

0

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې په تړاو د افغانستان او امريکا متحده ايالتونو ترمنځ همغږي زياته شوې او په دې تړاو د دواړو لورو تر منځ رغنده بحثونه دوام لري.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني دغه څرګندونې د سولې لپاره د امريکا بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره په کتنه کې کړې دي.

ولسمشر غني زياته کړې، د سولې مشورتي لويې جرګې د افغانستان سولې پروسې لپاره د لارې نقشه په ډاګه کړې او دوی به قدم په قدم دغه نقشه تعقيب کړي.

ولسمشر دغه راز ټينګار کړی چې د سولې، دايمي ثبات او امن لپاره فضا هم رامنځ ته شوې ده.

ولسمشر دغه راز ویلي، د افغانستان سولې په اړه د افغانستان حکومت او امریکا متحده ایالاتو تر منځ په بحثونو کې اروپايي ټولنه هم شامله شوې او المان به د مهم اسان‌چاري رول ولري.

له بل لوري د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد ويلي، د افغانستان سولې په اړه نړيواله اجماع رامنځ ته شوې، له همدې امله اړتیا ده چې د سیمې په کچه هم اجماع رامنځ ته شي.

هغه زیاته کړې، د سولې پروسه همغږۍ او یووالي ته اړتیا لري. خلیلزاد زياته ویلي:

«اوس نوي پړاو ته دننه کېږو او د افغانستان په سوله کې د سیمې هېوادونو ونډه مهمه ده. د سیمې هېوادونو سره بحث شوی او هغوی ته ډاډ ورکړل شوی چې د افغانستان سولې پروسه کې د هغوی د هېوادونو ونډه په پام کې نیول کېږي.»

د افغانستان سولې لپاره د امريکا بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په مشرۍ د امريکايي پلاوي او د طالبانو قطر دفتر مشر او سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالب استازو تر منځ تر دې مهاله د سولې شپږ پړاوه خبرې شوې دي، خو کومه څرګنده پايله يې نه‌ده لرلې.

اوس تمه ده چې د دې خبرو په اووم پړاو کې به يو څه پرمختګ کېږي او د سولې خبرو دواړو لورو هم ټينګار کړی چې دا ځل به د دې خبرو يوه پایله راوځي.

(Visited 14 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.