The news is by your side.

ولسمشر: طالبان دې افغان دولت سره له مذاکرې وېره نه لري

0

 

ولسمشر محمداشرف غني د علماو سراسري شورا مشرتابه او غړو سره سره کتلي دي.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر دیني علماوو ته په خطاب کې ویلي، د علماو متفقه فتوا، په اندونیزیا، مکه مکرمه او مدینه منوره کې د علماو دریځ بېساري او تاریخي اقدامات وو چې د سولې لپاره یې زمینه او شرایط برابر کړل. هغه زیاته کړې سوله د افغانستان د خلکو او دولت اساسي غوښتنه ده او هغې ته د رسېدو لپاره به ان د کلیو او ولسوالیو په کچه خپلې هلې ځلې منسجمې کړو.

د ولسمشر په وینا، د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړه لیک زموږ لپاره تګلاره تعین کړې او موږ د هغه پرېکړه لیک د تطبیق لپاره دوامدارې هڅې او کوښښونه کوو.

هغه ټینګار کړی، د سولې پروسې مالکیت د افغانستان ملت او دولت سره دی. د باعزته او تلپاتې سولې لپاره چې د خدای تعالی رضا او د ولس هوساینه په کې نغښتې وي، اوربند اساسي شرط دی.

جمهوررئیس غني شفافو او سراسري ټاکنو کې د ګډون په موخه د ولسونو او خلکو د هڅونې، انسجام او پراخ ګډون په برخه کې د علماو رول مهم وباله او وې ویل، ټاکنې د ولسواکۍ د مهم اصل په توګه د واک د سوله ییز لېږد او د ولس د ارادې د تمثیل غوره لاره ده.

محمداشرف غني څرګنده کړې د دارالافتا لپاره د بودجې او نورو ترتیباتو ترڅنګ به د علمای کرامو د سلا مشورو په پایله کې د دارالافتا او د حج، ارشاد او اوقافو وزارت عرفان معینیت ته وړ، صالح او باوري اشخاص تشخیص او معرفي شي.

(Visited 7 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.