The news is by your side.

ولسمشر غني امنیتي ځواکونو ته:  څوک چې د دولت پر ضد وسله پورته کوي، له منځه یې یوسئ

0

ولسمشر غني نن غرمه د کورنیو چارو وزارت د پولیسو د ځانګړو قطعاتو د یو کلنو کړنو د ارزونې سیمینار اختتامیه غونډې ته وینا کې ویلي، هر هغه څوک چې د دولت پر وړاندې وسله پورته کوي دښمن دی او باید له منځه لاړ شي. له ارګه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني د کورنیو چارو وزارت د غونډو په تالار کې په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، دی د هغو کسانو له ډلې نه دی چې چا ته یوه ورځ دوست او بله ورځ دښمن ووایي. هغه زیاته کړې د دښمن په اړه یې تعریف واضح دی او د دوی خپل اعمال یې ثابتوي چې دښمنان دي. سرچینه کاږي غني د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته لارښوونه کړې، چې د سرتېرو د تلفاتو مخنیوی باید د راتلونکي کال له مهمو موخو څخه وي. هغه دغه راز زیاته کړې، پر ځانګړو قطعاتو به چې د عامو خلکو او ملي پولیسو په ژغورنه کې مهم رول لري، نوره پانګونه هم وشي.

(Visited 41 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.