The news is by your side.

ولسمشر غني: سوله غواړو خو د ثور د اوومې تکرار نه

0

ولسمشر غني ولس ته د سولې په اړه ویډیویي پیغام کې ویلي چې د سولې بندې دراوزې به خلاصوي. هغه زیاته کړې چې د سولې لپاره د امریکا هڅې د افغان حکومت د سولې طرحې یوه برخه ده. نوموړي ویلي چې افغانانو لپاره سوله لومړیتوب دی سوله غواړي خو په تدبیر یې غواړي. هغه وایي تدبیر ځکه مهم دی چې بیا پخوانۍ تېروتنې تکرار نه شي. نوموړي د داود خان دورې ته په اشارې ویلي چې په هغه وخت کې افغان حکومت د سیمې له سیاستونو خبر نه وو نو ځکه د ثور د اوومې پېښه رامنځته شوه. ولسمشر د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې چې سوله باید د افغانانو په مشرۍ وي او په دې برخه کې د نورو هېوادونو هڅې تر هغه وخته پورې د منلو وړ دي چې وسله وال له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر کړي. نوموړي ویلي چې روانه جګړه کې له دواړو لوریو افغانان وژل کېږي او ددې خونړۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره به د دوی هڅې رنګ راوړي. هغه د خپلو خبرو پر دوام وویل چې سولې ته پخه اراده لري او روانه جګړه به پای ته رسوي.

(Visited 123 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.