The news is by your side.

ولسمشر غني: سوله قومي او حزبي نه ده، باید په ګډه ورته کار وکړو

0

ولسمشر غني وایي سوله د افغانانو ګډ ارمان او هیله ده او باید ټول افغانان ورته په ګډه کار وکړي. هغه وویل سوله ییز او باثباته افغانستان هغه وخت رامنځته کېدای شي چې ټول اړخونه پکې خپل ځان وویني. نوموړي چې نن یې د ښځو د نړیوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې خبرې کولې وویل، هر ځل چې افغانانو په ملي یووالي او اتفاق سره پر ملي مسایلو بحث کړی هغه حل شوي او اوس هم پر سولې د اتفاق وخت دی. هغه زیاته کړه، سوله ملي ده، سوله قومي، سمتي او حزبي نه ده، سوله د ټولو افغانانو ده؛ اما که چېرې یوه برخه افغانان له سولې بهر پاتې شي هغه سوله به پایداره نه وي. نوموړي په ټولنه کې د ښځو رول ته په اشارې وویل، هغه ښځې چې زده کړې یې کړې وي له خپلو اسلامي حقونو ښه دفاع کولی شي نو اړینه ده تر هر څه لومړی زده کړو ته پام وشي.

(Visited 41 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.