The news is by your side.

ولسمشر غني: طالبانو د افغانانو غوښتنې ته په درنه سترګه ونه کتل

0

ولسمشر غني د کوچني اختر په مناسبت پیغام کې ویلي، افغانانو دا هیله لرله چې طالبان به د روژې میاشت او یا هم اختر کې اوربند وکړي خو هغوی د ولس له پرلپسې غوښتنو سره سره دا غوښتنه بابېزه وګڼله. ولسمشر په خپلو خبرو کې طالبانو ته د خپل حکومت د دوه کاله مخکیني، بې قید او شرط مذاکراتو وړاندیز یاد کړ او زیاته یې کړه چې طالبانو په هغه وخت کې هم د حکومت دومره نرمښت ته خپله څېره بدله نه کړه. هغه دغه راز وویل چې حکومت پر خپل وخت د ولسمشرۍ ټاکنو تر سره کېدو ته ژمن دی او دا ټاکنې به له لاسوهنې په امان تر سره شي. نوموړي وویل، دوی تل اوربند او اوږدمهالې سولې ته چمتو دي او په هر وخت کې به د ولس دې سترې هیلې ته هرکلی ووایي.

(Visited 47 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.