The news is by your side.

ولسمشر غني په کابل کې د ځینو هېوادونو له سفیرانو سره کتلي

0

ولسمشر غني تېره ورځ ناوخته په دلګشا ماڼۍ کې د ځینو هېوادونو له سفیرانو سره کتلي دي. له ارګه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې چې د هېواد د ملي امنیت سلاکار هم حضور درلود ولسشمر غني له سفیرانو سره د راتلونکو ټاکنو، د افغانانانو په مالکیت د سولې پر روانې پروسې، د هېواد په امنیت او یو شمېر نورو بحث وړ موضوعاتو خبرې کړې دي. ولسمشر غني له حزب اسلامي سره د بین الافغاني سولې مذاکراتو بریالیتوب ته په اشارې ویلي، سوله به د افغانانو په مشرۍ او مالکیت مکمن وي او افغانان د با عزته او تلپاتې سولې غوښتونکي دي. غني څرګند کړې، د تروریزم تهدیدونه د سیمې لپاره ګډ خطر دی. هغه له تروریزم سره په مبارزه کې د سیمې د هېوادونو او د افغانستان د بین المللي شریکانو رول مهم وباله. دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغان سیاسیون پرون مسکو ته تللي څو له طالب استازو سره پر افغان سوله خبرې وکړي. ولسمشر د یوې مرکې پر مهال د یادې ناستې په اړه ویلي چې دی تر اوسه د یادې ناستې په اړه څه نه شي ویلی خو زیاته کړې یې ده چې هغوی اجراییه ځواک نه لري اما پایلو ته یې انتظار ښه دی.

(Visited 36 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.


cheap jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap jerseys