The news is by your side.

ولسمشر: قصرونه د ځان لپاره نه، د افغانستان لپاره جوړوم

0
د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني پرون د ملي ټلویزیون په ځانګړې خپرونه کې وویل، قصرونه د ځان لپاره نه، بلکې د افغانستان لپاره جوړوم.

ولسمشر په ټینګار سره وویل: مونږ نه غواړو بیا بې نظامه شو او د نظام ساتل زمونږ لپاره اړین دي.

هغه یو ځل بیا څرګنده کړه چې ټولې هڅې او مبارزې يې د جمهوري نظام لپاره دي او سوله به هم د جمهوري نظام په چوکاټ کې تامینوي.

نوموړي وویل، چې یو اقلیت باید د افغانستان د پرمختګ مخنیوی ونه کړي.

د ولسمشر په وینا، افغانستان سیاسي او فکري خپلواکي ته ضرورت لري، خو په وینا یې چې ما درک کړې د افغانستان د خلکو ذهنونه مستعمره نه دي.

ولسمشر وویل، افغانستان چې د آسیا زړه دی، دغه موقف باید بېرته تر لاسه کړي.

هغه ټینګار وکړ چې اختطاف شوی دولت ورته په میراث پاتې و.

د ولسمشر په وینا، د افغانستان خلک باید ټاکنې جدي ونیسي او برخه په کې واخلي.

(Visited 9 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.