The news is by your side.

ولسمشر: نورو تروریستي ډلو ته طالبانو د فعالیت زمینه برابره کړې ده

0

ولسمشر اشرف غني وایي، د طالبانو او نورو تروریستانو وحشتونه د ټول ولس په حافظه کې ثبت دي او په وینا یې د بې‌دفاع وګړیو د تلفاتو اصلي مسوولین طالبان دي او نورو تروریستي ډلو ته هم طالبانو د فعالیت بستر او زمینه برابره کړې ده.
هغه د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو سلمې کالیزې د نمانځنې په مراسمو کې چې په دارالامان ماڼۍ کې جوړ شوي وو، وویل، د خپلو هېوادوالو د قتل عام او د وینې د هر څاڅکي غچ اخلو.
ولسمشر غني په کابل د ودونو پر یوه تالار د وروستي خونړي برید ته په اشارې زیاته کړه، زموږ د خپلواکۍ دښمن، زموږ د خلکو او خاورې دښمن، د افغانستان د خپلواکۍ جشن ونه‌شو زغملی.
د هغه په وینا، طالبان په دې برید کې له لاس لرلو په انکار ځان له ملامتۍ نه‌شي خلاصولی، د دې ډول بې رحمانه وژنو او قتلونو بنسټ هغوی ایښی دی.
جمهور رئیس همداراز وویل، دا چې د داعش ریښې که په ختیځ، شمال یا مرکز کې وي، له بیخه باسو او له منځه یې وړو.
ولسمشر غني وویل، نړیواله ټولنه باید د دې ډول وحشیانه او بشریت ضد اعمالو پر وړاندې غلې پاتې نه‌شي، بلکې هغوی باید د تروریستانو د ځالو په تعقیب او د هغوی د اعمالو په محکومولو کې، د افغانانو تر څنګ ودرېږي.

(Visited 9 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.