The news is by your side.

ولسمشر پاکستانیانو ته: له ټرانزیټ سره سیاست مه کوئ

0

ولسمشر محمد اشرف غني چین ته د حیرتان بندر له لارې د اورګاډي پر مټ د افغان توکو د صادراتو لومړۍ جوپې برنامې نمانځنې په مراسمو کې وویل، ۸۰۰ سپېڅلي او ژمن کار کوونکي کولای شي د افغانستان صادرات دوه چنده کړي شي.

د ولسمشر په وینا، افغان سوداګر د افغانستان د پرمختګ اتلان دي.

د هېواد ولسمشر په ټینګار سره وویل چې خلیج کې یو سیند هم نشته دی، خو د هلمند سیند کولای شي ټول خلیج ته اوبه ورکړي.

هغه هیله مندي وښوده چې ډېر ژر به د تورخم، غلام خان او وېش بندرونه ۲۴ ساعتونه خلاص شي.

ولسمشر  وویل، فقر ورته د منلو وړ نه دی او باید ددې پدیدې له منځه  وړلو برخه کې جدي اقدامات وشي.

(Visited 53 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.