د ولسي جرګې یو شمېر معترضو استازیو چې یو زیات شمیر مېرمنې هم په کې وې، د دې جرګې رییس میررحمن رحماني په لومړۍ ورځ د ریاست له څوکۍ ښکته کړ.
په همدې اړه پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې هم د جرګې له یوه استازي سره په لاس څټک ښکاري چې د ریاست څوکۍ خوا ته منډې وهي، خو د امنیتي کسانو له لوري یې مخه نیول کېږي.
د ولسي جرګې د مشرۍ لپاره د دویم پړاو ټاکنې د شنبې په ورځ د کمالناصر اصولي او میررحمان رحماني تر منځ وشوې.
په دغو ټاکنو کې د خوست ولایت استازي کمالناصر اصولي ۵۵ او د پروان ولایت استازي میررحمان رحماني ۱۲۳ رایې ګټلې وې او د ولسي جرګې د کړنلارو او اصولو له مخې، د بریالي کاندید لپاره ۱۲۴ رايي ګټونکې اعلان شوې وې.
خو داسې و نهشول او په پارلمان کې تر یوې لنډې دمې وروسته د جرګې د لنډمهال رییس لهخوا میررحمان رحماني د جرګې د رییس په توګه اعلان شو چې دا کار د ځینو وکیلانو له توند غبرګون سره مخ شو.
(Visited 38 times, 1 visits today)