The news is by your side.

ټاکنو کمیسیون وایي د ټاکنو د ځنډولو وړاندیز یې نه دی منلی

0

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییسه هوا علم نورستانۍ وایي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ورته ویلي وو، چې د ولایتي شورا ټاکنې دې وځنډوي او یوازې دې پر ولسمشریزو ټاکنو تمرکز وکړي. د نوموړې په وینا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې آلیس ویلز ټینګار کاوه، چې وخت کم دی نو ځکه د غزني د ولسي جرګې او په هېواد کې د ولایتي شورا د ټاکنو د ځنډولو اړتیا ده. حوا علم وايي دوی پر وخت ټاکنو ته ژمن دي او بشپړ تیاری ورته روان دی. نوموړې د ولسمشریزو ټاکنو په اړه هم ویلي، چې دا یې وروستۍ نېټه ده او په دغه نېټه کې به هېڅ راز بدلون نه راځي.

(Visited 6 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.