The news is by your side.

ټرمپ: که ایران اړیکه ونیسي خامخا ورسره خبرې کوو

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که ایران اړیکه ونیسي دوی به حتماً ورسره خبرې وکړي. هغه یو خبري کنفرانس ته ویلي، ایران اوسمهال ډېر ناوړه اعمال غوره کړي دي، دا هېواد د نړۍ د تروریزم لومړی درجه ملاتړی دی. ټرمپ ویلي، اوسمهال د جګړې په اړه هیڅ نه شي ویلی خو بیا هم ټینګار کوي چې که ایران کوم اقدام وکړي پېښمانه به یې کړي. نوموړي ویلي، که چېرته دوی زنګ ووهي امریکا چمتو ده ورسره خبرې وکړي خو دا بیا هم په دوی (ایران) پورې اړه لري چې څه پرېکړه کوي. ټرمپ یو ځل بیا ویلي، امریکا لا هم پر ایران سخت بندیزونه په پام کې لري نو وبه ګوري چې څه پېښېږي.

(Visited 8 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.