The news is by your side.

ټرمپ یو ځل بیا:  واشنګټن د ایراني رژیم بدلون نه غواړي

0

د امریکا ولسمشر وايي واشنګټن په ایران کې د نظام د بدلون په لټه کې نه دی بلکې غواړي چې ایران اټومي وسلې ونه ‎لري. نوموړي دا خبرې په جاپان کې یوې خبري غونډې ته کړې دي. هغه زیاته کړې، ایران په همدې مشرتابه سره په یوه عالي هېواد د بدلیدو فرصت لري، دوی په ایران کې د نظام د بدلون په لټه کې نه دي، غواړي دا په ډاګه کړي چې د دوی غوښتنه د اټومي وسلو نشتوالی دی. هغه په دې برخه کې پر ایران د امریکا بندیزونه اغېزمن بللي دي او ویلي یې دي، دی ډاډه دی چې تهران له دوی سره خبرې کول غواړي خو ایران وایي له امریکا سره خبرې د تسلیمېدو په مانا دي.

(Visited 12 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.