پاپ فرانسیس: افغانستان، یمن او سوریه کې جګړه د امریکا د ګټو له امله روانه ده
د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس وایي، افغانستان، یمن او سوریه کې جګړه د امریکا د ګټو له امله روانه ده. هغه ویلي ددې جګړو علت دا دی چې امریکا او ځینې اروپایي هېوادونه غواړي د خپلو وسلو د ښه بازار په موخه جګړې دوامداره وساتي. پاپ زیاتوي، امریکا او نور قدرتمند هېوادونه خپلې وسلې پلوري چې له هغو وسلو نه په ټوله نړۍ کې د انسانانو په وژلو کې ګټه اخیستل کېږي چې دا یو جنایت دی. هغه دا څرګندونې په ایټالیا کې د سن کارلوی په نامه یوه انسټیټیوټ کې د خبرو پر مهال کړې دي او زیاته کړې یې ده چې ځوانان باید د جګړو د له منځه وړلو لپاره لاس په کار شي.