The news is by your side.

پاکستان، افغانستان کې سولې ته لېوالتیا نه لری

0

افغانستان کې د پاکستان یوه پخوانی سفیر رستم شاه مهمند ویلی هېواد یې په افغانستان کې سولې او امنیت ته دومره لېوالتیا نه لری.

مهمند دغه څرګندونې په  یوه مرکه کې کړې او ټینګار یې کړی، چې پاکستان، په افغانستان کې خبل ټول پام د هند حضور ته دی او غواړی د دغه هېواد د پرمختګ مخه ونیسی.

دغه پخوانی پاکستانی دیپلومات زیاته کړې که څه هم افغانستان کې سوله او ثبات د پاکستان په ګټه دی، او ناامنیی یې په زیان ده، خو بیا هم پاکستان دومره لېتوالتیا نه لری، چې په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شی.

نوموړی زیاته کړې، چې دا مهال په افغانستان کې د پاکستان ټول پام د هند حضور ته دی او غواړی د دغه هېواد د پرمختتګ مخه ونیسی او له همدې امله پاکستان هڅه کوی خپلې ګټې د سولې پر ځای په جګړه کې وګوری.

مهمند د امریکا د حضور په اړه زیاته کړې، چې امریکا به خپلو ګټو لپاره له افغانستان خپل سرتېری و نه باسی او دلته به خپل نظامی حضور ته ادامه ورکړی.

(Visited 1 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.